لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعلي حيدر هوتي : پښتون قام دازميښتونو سره مخ دى


KP Laptop Ameer Haider Khan Hoti
KP Laptop Ameer Haider Khan Hoti
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي دجمعې په ورځ وئيلي دي چې په اسلام اباد کې تيره ورځ دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس مقصد پاکستان کې دامنيت ټينگښت دى.
دپيښور په حيات اباد کې داى اين پي دوژل شوي مشر بشيراحمدبلوردنوم سره دتړلي ماشومانو دهسپتال دپرانستې په موقع ميډيا سره خبرو کې وزيراعلي حيدر هوتي وويل چې پښتون قام دامنيت دټينگښت په خاطر دقربانو ورکولو باوجود هم دازميښتونو سره مخ دى.
هغه وويل چې دتيرو وختونو دتيروتنو ازاله اؤ دامنيت دټينگښت لپاره به هلې ځلې دوامداره ساتلى شي.
وزيراعلي زياته کړه تيره ورځ داى اين پي په مشرۍ اسلام اباد کې دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس مقصد دترهه گرۍ دستونزې هوارى راويستل اؤ په هيواد کې دامنيت ټينگښت دى.
هغه وويل چې ترهه گري يوه داسې ستونزه ده چې هوارى يې په يوه ورځ کې راوتل ممکن دي.
اميرحيدر هوتي وويل چې دترهه گرو لخوا دکيدونکو بريدونو سره به دامن هڅې نۀ اودريږي اؤ دمکمل امن تر ټينگښت پورې به دهغوي له لوري گامونه روان وي.
وزيراعلي اميرحيدرخان هوتي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دهغه په کاروان ځانمرگى بريد ترسره شوى ؤ خو، هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ؤ.
که هر څو دهغه دوژنې ددغه هڅې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀدى اخستى ، خو له دې وړاندې چې دعوامي نيشنل پارټۍ په څومره مشرانو ځانمرگي بريدونه ترسره شوي نوپه هغې کې دزياترو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک پخپله غاړه اخستې ده.
دعوامي نيشنل پارټۍگڼ شمير لوړپوړي مشران په دغسې ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.
دتيرکال په وروستيو کې هم دعوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکى دخيبرپښتونخوا سينئر وزير بشيراحمدبلور په پيښور کې ديو ځانمرگي بريد په ترڅ کې وژل شوى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG