په هندي پارليمان دبريد په جرم کې دمرگ سزا موندونکى محمد افضل گرو دخالي په سحر دډيلي په تهاړ جيل کې تيزندي کړل شوى دى.
دهند داخله وزير سشيل کمار شندى اؤ داخله سيکرټري دافضل گرو دتيزندي کولو پخلى کړى.
په 13م دسمبر کال 2001ء کې په هندي پارليمان ترسره شوي وسله وال بريد کې افضل گرو ته دعدالت لخوا دمرگ دغه سزا اورول شوې وه ، ددغه سزا په خلاف دگرو ميرمن هندي صدر څخه دبخښنې غوښتنه هم کړې وه.
په هندي پارليمان ترسره شوي دغه بريد کې يو مالي اؤ 8 پوليس عسکر وژل شوي وؤ اؤ دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې پينځه بريدکوونکي وژل شوي وؤ.
هند ددغه بريد تور په پاکستاني تندروه ډلې جيش محمد لگولى ؤ اؤ وئيلي يې ؤ چې دغه ډلې ته دپاکستان ملاتړ ترلاسه ؤ، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي.
دصدر پرناب مکهرجي له لوري دبخښنې ددغه غوښتنې دمسترد کيدو وروستو دافضل گرو په سزا عمل درامد وکړل شو.
دافضل گرو تعلق دهند تر انتظام لاندې کشمير دسوپور سيمې سره ؤ اؤ هغه ته په هندي پارليمان بريد کې دککړتيا له امله کال 2006م کې پهانسي ورکول ؤ، خو هندي صدر څخه دبخښنې په غوښتنه دفيصلې دنۀ راتللو په وجه دهغه دمرگ په سزا عمل درامد اودريدلى ؤ.
دگرو دپهانسۍ وروستو په ټول هندي کشمير کې دکومې ممکنه بدې پيښې اؤ تشدد دمخنيوي لپاره کرفيو لگول شوې ده.
داطلاعاتو ترمخه کشمير کې دافضل گرو په تيزندي کولو سخت ردعمل مخې ته راغلى اؤ کشمير کې دانټرنيټ اؤ ځينو سيمو کې دفون سهولت هم معطل کړل شوى دى.
دهندي کشمير په بيلا بيلو سيمو اؤ ځانگړې توگه سوپور کې خلکو دکرفيو دخلاف ورزۍ هڅه کړې ده.
گرو په داسې حال کې تيزندي کړل شوى چې کشمير کې دبيلتون خوښو ډلو له لوري ديو کشميري مشر مقبول بټ دکليزې په موقع دراتلونکي گل په ورځ دهړتال او مظاهرو غږ شوى ؤ.
مقبول بټ دجمووکشمير دنيشنل لبريشن فرنټ مشر ؤ اؤ هغه 29 کاله دمخه هم دتهاړ په جيل کې تيزندي کړل شوى ؤ.