لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو ايجنسۍ کې دجيټ الوتکو بمباري ،13 جنگيالي مړۀ


امنيتي چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دجنگي الوتکو لخوا دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې 13 جنگيالي وژل شوي دي.
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي نعمان علي شاه پخلى کړى چې دجيټ الوتکو څخه دخالي په سحر دتندلارو دغه ځالې په ماموزۍ سيمه کې په نخښه کړل شوي اؤ پکې دمرگ ژوبلې اطلاعات اوښتو اطلاعات دي.
هغه وويل” مونږ ته دامنيتي سرچينو څخه راپورونه ترلاسه شوي چې دبره اورکزو ايجنسۍ په ماموزۍ سيمه کې دترهه گرو څلور ځالې تباه کړل شوي اؤ په دغو بريدونو کې 13 تندلاري هم وژل شوي دي“
که هر څو امنيتي ځواکونو ادعا کړې چې داورکزو ايجنسۍ 90 فيصده برخې يې دتندلارو څخه پاکې کړې خو ، دتيرو څو اوونو راهسې په دغه سيمه کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو فضائي بريدونو کې زياتوالى راغلى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG